د مقاومت جبهې او طالبانو تر منځ نښتې مرګ ژوبله اړولې ده 

0
167

د مقاومت جبهې او طالبانو تر منځ نښتې مرګ ژوبله اړولې ده 

په ورته مهال د مقاومت جبهې ویاند صبغت‌الله مجدددي تاییدوي چې د بدخشان کوهستان ولسوالۍ کې د دې جبهې یو شمېر جنګیالیو ته مرګ ژوبله اوښتې.

نوموړي زیاته کړې، چې په دې نښتو کې د طالبانو جنګیالیو ته هم مرګ ژوبله اوښتي. وايي، په دې نښتو کې شاوخوا ۱۶ طالبان هم وژل شوي او ځینې نور یې ټپیان دي.

 

(2022 / 4 / 12   نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

د طالبانو حکومت مرستیال ویاند بلال کریمي وايي، چې امنیتي ځواکونو د بدخشان په کوهستان ولسوالۍ کې د «شریرو او باغي» عناصرو یوه ډله له منځه وړې ده.

نوموړي په خپله ټوېترپاڼه لیکلي، چې د دوی د عملیاتو په لړ کې اوه «باغي او متمرد» عناصر وژل شوي او یو شمېر نور ژوندي نیول شوي دي.

ښاغلي کریمي دا نه‌دي روښانه کړي، چې چې وژل شوي او نیول شوي کسان د کومې ډلې اړوند غړي دي.

په ورته مهال د مقاومت جبهې ویاند صبغت‌الله مجدددي تاییدوي چې د بدخشان کوهستان ولسوالۍ کې د دې جبهې یو شمېر جنګیالیو ته مرګ ژوبله اوښتې.

نوموړي زیاته کړې، چې په دې نښتو کې د طالبانو جنګیالیو ته هم مرګ ژوبله اوښتي. وايي، په دې نښتو کې شاوخوا ۱۶ طالبان هم وژل شوي او ځینې نور یې ټپیان دي.

طالبانو بیا د خپلو ځواکونو د مرګ ژوبلې په اړه څه نه‌دي ویلي.

د مقاومت جبهې مسوولین وايي، چې په وروستیو ورځو کې د دوی ځواکونه په پنجشېر، اندراب او بدخشان ولایتونو کې د طالبانو پرضد تحرکات پیل کړي دي.

Leave a reply