شهباز شریف په کابینه کې کوم کوم مهمو شخصیتونو ته وزارتونو ورکوي؟

باغی ټي وي رپورټ
د مسلم ليګ ن مشر رانا ثناء الله ته د وزیراعظم شهباز شریف په مرکزي کابينه او مريم اورنګزېب ته د اطلاعاتو وزارت د ورکولو امکان څرګندونه شوې ده.
دسرچينو ترمخه وزيراعظم شهباز شريف به نن د اتحادي پارټیو مشرانو سره ليدنې کوي چې پکې به په وفاقي کابينه کې د ونډې په اړه فيصله کيږي.

سرچينې زياته کړې چې د وفاقي کابينې نومونه به نن نهايي شي او نن شپه به کابينه اعلان شي.
دسرچينو ترمخه په نوې کابينه کې رانا ثناء الله ته دکورنيو چارو او مريم اورنگزيب ته داطلاعاتو دوزارت قلم دان ورکولو امکان دى.

ياده دي وي چي تيره ورځ د اپوزيشن په غونډه کښي پخواني صدر اصف علي زرداري هم رانا ثناالله ته د کورنیو وزير ویلي وو.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *