د پاکستان نوی حکومت امریکا سره د ملګرتیا جوړولو پۀ لټه کې دی 

0
173

د پاکستان نوی حکومت امریکا سره د ملګرتیا جوړولو پۀ لټه کې دی 

عمران خان هم ادعا کوي، چې دی امریکا له واکه لرې کړی او په خبره یې واشنګټن ځکه د دوی په چارو کې مداخله وکړه چې په وروستیو کې یې د امریکايي ګټو ضد څرګندونې کړې وې.

 

(2022 / 4 / 12   نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور

د پاکستان نوی حکومت له امریکا سره د ملګرتیا جوړولو په لټه کې دی.

نیویارک ټایمز په یوه تحلیل کې ویلي د شهباز شریف په مشرۍ د پاکستان د نوي حکومت تر ټولو مهم لومړیتوب دا دی چې له امریکا سره خپلې اړیکې سمې کړي او ملګرتیا پراخه کړي.

سرچینه کاږي چې په وروستیو کې د ځینو تحولاتو له امله د پاکستان او امریکا اړیکې ترینګلې شوې دي چې دا چاره پاکستان په خپله ګټه نه بولي.

عمران خان هم ادعا کوي، چې دی امریکا له واکه لرې کړی او په خبره یې واشنګټن ځکه د دوی په چارو کې مداخله وکړه چې په وروستیو کې یې د امریکايي ګټو ضد څرګندونې کړې وې.

Leave a reply