ازبکستان د نشه يي توکو پۀ اړه د افغان دولت وروستۍ پرېکړه ستایلې
ازبکستان د نشه يي توکو پۀ اړه د افغان دولت وروستۍ پرېکړه ستایلې
دغه هېواد همدا راز په دې اعلامیه کې ویلي چې نوی افغان حکومت دې د ښځو د زده کړو او تعلیم په تړاو هم له نړیوالې ټولنې سره پر کړو ژمنو عمل وکړي او د ښوونځیو دروازې دې پرانیزي.
(2022 / 4 / 12 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
ازبکستان د نشه يي توکو د کښت او کرکېلې په تړاو د افغان حکومت د پرېکړې هرکلی کړی دی.
د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت په یوه خپره کړې اعلامیه کې ویلي، افغان حکومت داسې پرېکړه کړې چې ګټه یې نه یوازې سیمې او افغانستان ته بلکې ټولې نړۍ ته ده.
ازبکستان د افغان حکومت پرېکړه ستایلې ده او په خبره یې نړیواله ټولنه دې د نوي افغان حکومت دا ګام مثبت وګڼي او له دغه هېواد سره دې خپل تعامل پراخ کړي.
ازبکستان په افغانستان کې روان اقتصادي وضعیت بیا د اندېښنې وړ بللی دی او له نړیوالې ټولنې یې غوښتي چې پر دغه هېواد فشارونه کم کړي.
دغه هېواد همدا راز په دې اعلامیه کې ویلي چې نوی افغان حکومت دې د ښځو د زده کړو او تعلیم په تړاو هم له نړیوالې ټولنې سره پر کړو ژمنو عمل وکړي او د ښوونځیو دروازې دې پرانیزي.