د رېل پټلۍ جوړېدو پۀ اړه څو اړخیزه غونډه ترسره کېږي

0
154

د رېل پټلۍ جوړېدو پۀ اړه څو اړخیزه غونډه ترسره کېږي

ټاکل شوې چې په دې غونډه کې به د اورګاډي پټلۍ د رغونې په چارو کې د هر هيواد مسووليتونه په ډاګه شي. د افغانستان د اوسپنۍ پټلۍ ادارې رييس ويلي، د مزار – کابل – پېښور د اوسپنې پټلۍ د رغنيزو چارو د پيل لپاره ټول چمتووالی بشپړ شوی او د کورنيو چارو وزارت يې د امنيت د ټينګولو لپاره مکتوبي ژمنه کړې ده.

 

(2022 / 4 / 11   نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور

د افغانستان، پاکستان او ازبکستان د اورګاډي پټلۍ د رغنيزو چارو د پيل په موخه سبا د ازبکستان په ترمز ښار کې درې اړخيزه غونډه جوړيږي.

ټاکل شوې چې په دې غونډه کې به د اورګاډي پټلۍ د رغونې په چارو کې د هر هيواد مسووليتونه په ډاګه شي. د افغانستان د اوسپنۍ پټلۍ ادارې رييس ويلي، د مزار – کابل – پېښور د اوسپنې پټلۍ د رغنيزو چارو د پيل لپاره ټول چمتووالی بشپړ شوی او د کورنيو چارو وزارت يې د امنيت د ټينګولو لپاره مکتوبي ژمنه کړې ده.

دی وايي، تمه ده چې ازبکستان به د يادې پټلۍ رغنيز کارونه د هغه هيواد له نائب اباد څخه تر مزار او سمنګانو پورې را وغځوي او پاکستان به هم خپلې برخې کار ته له پېښوره تر جلال آباد پورې ادامه ورکړي. د اوسپنې پټلې ادارې د پلان پر بنسټ، د افغانستان، ازبکستان او پاکستان د اوسپنې پټلۍ به له مزار، سمنګان، پلخمري، کابل، لوګر او ننګرهار ولايتونو له لارې تر پېښوره پورې رسيږي.

د کورنيو چارو وزارت وايي د دې پروژې د امنيت د ټينګولو مسووليت د عامه ساتنې تصدۍ ته سپارل شوی او ۴۰۰۰ ساتونکي ورته ګومارل شوي دي.

Leave a reply