شهباز شریف د پاکستان د نوي لومړي وزیر په توګه وټاکل شو

نوموړی وروسته له هغې دغې څوکۍ ته ټاکل کېږي چې تېره ورځ پارلمان مخکیني لومړي وزیر عمرانخان ته د نه باور رایه ورکړه او هغه یې له واک څخه لرې کړ.
شهباز شریف د پاکستان ۲۳ لومړی وزیر دی چې د پارلمان د ټاکنو له لارې دې څوکۍ ته غوره کېږي.
(2022 / 4 / 11 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
وروسته له هغې چې د پاکستان تحریک انصاف ګوند له لوري د نوي لومړي وزیر څوکۍ ته نوماند شاه محمود قریشي له ټاکنو سره پرېکون اعلان کړ، د دغه هېواد پارلمان شهباز شریف د پاکستان د نوي لومړي وزیر په توګه ټاکلی دی.