شهباز شریف د پاکستان ۲۳ وزیراعظم وټاکل شو

0
85

باغی ټي وي رپورټ
د پاکستان قومي اسمبلۍ د مسلم ليګ (ن) صدر شهباز شريف د قامي اسمبلۍ د نوي مشر یعني د پاکستان د ۲۳ وزیراعظم په توګه وټاکل .

ياده دې وي چې د نوي مشر لپاره د متحده اپوزيشن له لوري شهباز شريف او د پي ټي ايي له لوري شاه محمود قريشي د لومړي وزير لپاره کانديدان وو، خو د پي ټي ايي له بايکاټ وروسته شهباز شريف يواځينى کانديد پاتې شوى وو.

شهباز شریف په قامي اسمبلۍ کې د ۱۷۴ رایو په ترلاسه کولو سره د پاکستان د ۲۳م لومړي وزیر په توګه وټاکل شو، شهباز شریف به نن شپه د پاکستان د لومړي وزیر په توګه سوګند هم پورته کړي.
له دې وړاندې قومي اسمبلۍ ته په خطاب کې شاه محمود قريشي وويل په اوسنيو حالاتو کې مونږ باور لرو چې دقومي مشرانو په انتخاب کې برخه اخيستل غيرقانوني حکومت ته مشروعيت ورکول دي نو مونږ غواړو چې بايد په دې ګناه کې برخه وانخلو.

Leave a reply