شاه محمود قریشي د لومړي وزیر څوکۍ لپاره د ټاکنو له بهیر سره پرېکون وکړ

نوموړي نن د پاکستان پارلمان ته د خپلې وینا په پای کې وویل، د لومړي وزیر څوکۍ لپاره په سیالۍ کې برخه نه اخلي او د پاکستان تحریک انصاف ګوند د پارلمان نور غړي هم له پارلمان څخه استعفا کوي.
(2022 / 4 / 11 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
د پاکستان تحریک انصاف ګوند له لوري د نوي لومړي وزیر په توګه نوماند شاه محمود قریشي د پاکستان د لومړي وزیر څوکۍ لپاره د سیالۍ له روان بهیر سره پرېکون اعلان کړ.
نوموړي نن د پاکستان پارلمان ته د خپلې وینا په پای کې وویل، د لومړي وزیر څوکۍ لپاره په سیالۍ کې برخه نه اخلي او د پاکستان تحریک انصاف ګوند د پارلمان نور غړي هم له پارلمان څخه استعفا کوي.
دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ د پاکستان پارلمان مخکیني لومړي وزیر عمرانخان ته د نه باور رایه ورکړه او هغه یې له واک څخه لرې کړ.