زه د عمران خان منندوی یم چې په ما ی اعتماد کړې دې: شاه محمود قریشي

0
175

باغی ټي وي رپورټ
د قومي اسمبلۍ غونډې ته په وينا کې شاه محمود قريشي نن د قامي اسمبلۍ غونډې ته په وینا کې اوویل چې نن د ولس دوه لارې دي، يوه د ځان او حاکميت لاره او بله د غلامۍ لاره ده، زه د عمران خان منندوی یم چې زه ی د وزیراعظم کانديد په توګه نامزد کړو او په ما يې د اعتماد څرګندونه کړې ده.
شاه محمود قرېشي وويل د اپوزېشن اتحاد غير فطري خبره ده، څوک چې نن متحد دي، تاريخ ښيي چې ددوي په مينځ کې نظرياتي هماهنګي نشته، همدغه ايوان د جے يو آئي مشر مفتي محمود له ایوان څخه بهر غورځولى وو، د اے اين پي په ضد مقدمې درج کړې شوې وې او په زندانونو کې بند کړې شوي وو.
په پیپلز ګوند کې داسې کسان هم ناست دي چې د محترمې بېنظیر بهټو پورې ی خندا کړې وه، د بینظیر بهټو په ذاتي شخصیت ی نیوکې کړې وې، و، هغه اوویل چې څنګه له سردار عطاء الله مینګل سره ناوړه چلند وشو او جلاوطنۍ ته اړ شو، ولس شاهد دی چې ۳ کاله اته میاشتې ایم کیو ایم د اپوزیشن رول لوبولی او ویل به ی سندهه سره په کراچۍ کې ظلمونه کيږي، نن له چا څخه هيله کيږي؟ دوی نن له چا څخه امیدونه لري که د سندهـ ګورنر او د سمندري چارو وزارت اراده لرلې نو د متحدینو سره په پاتې کیدو سره یې دا ارمان پوره کیدلی شو.

Leave a reply