نن د قامي اسمبلۍ غونډه کې به د پاکستان د ۲۳ وزیراعظم ټاکنه څنګه ترسره کیږي؟

0
26

باغی ټي وي رپورټ
نن د پاکستان په پارلیماني غونډه کې د د پاکستان د ۲۳ وزیراعظم د ټاکنو لپاره د ١٧٢ غړو ملاتړ ته اړتيا ده، د قومي اسمبلۍ د نن ورځې کارروايي به د پاکستان د آیین د ٩١مې مادې د شق نمبر ٣٢ لاندې ترسره کېږي.

دسرچينو ترمخه سپيکر به دقومي اسمبلۍ په غونډه کې ددواړو کانديدانو نومونه اعلان کوي.

سرچينې زياته کړې، هغه کانديد چې ١٧٢ رايې ترلاسه کړي، د قامي اسمبلۍ د مشر په توګه،یعني د وزیراعظم په توګه به وټاکل شي .

د پاکستان د قومي اسمبلۍ دا مشر به د پاکستان ۲۳م لومړی وزیر(وزیراعظم ) وي. د پاکستان مسلم لیګ ن صدر او د اپوزیشن ګوندونو مشر شهباز شریف د وزیراعظم څوکۍ لپاره کاندید دې، ورسره په مقابله کې د پي ټي آیی پخوانۍ د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي د وزیراعظم څوکۍ لپاره مقابله کوي.

Leave a reply