ایم کیو ایم په کوم مهم پلان غور شروع کړې دې؟

باغی ټي وي رپورټ
د ایم کیو ایم پاکستان رابطې کمېټۍ د حکومت د بدلون نه پس د خپلو صلاح مشورو نه پس په حکومت کې د کوم وزارت نه اخیستلو غور شروع کړی دی.
سرچينې زياته کړې، چې له پخوانيو اپوزيشن سره په شوې هوکړې کې ايم کيو ايم ويلي وو، چې مونږ ته له وزارت نه د عامه مسايلو هوارول ډېر مهم دي.
سرچينې وائي چې په وفاق کې ديو وزارت نه علاوه ايم کيو ايم ته هم دډپټي سپيکر شپ ورکولو وړانديز شوى دى، په دې لړ کې به دنهې په ورځ اسلام اباد کې دمسلم ليگ(ن) اؤ پيپلز پارټۍ قيادت هم دايم کيو ايم مشرانو سره ليدنه کوي.
بلخوا د مسلم ليګ (ن) مشر او د وزيراعظم اميدوار ميا شهباز شريف د ايم کيو ايم کنوينر ډاکټر خالد مقبول صديقي سره په پارليمنټ لاجز کې ليدلي او د عدم اعتماد په تحريک کې يې د اپوزيشن سره د همکارۍ مننه کړې ده.
په دې موقع شهباز شريف سره اياز صادق، خواجه سعد رفيق، مريم اورنګزيب او نور مشران هم ملګري وو.






