نن د قامي اسمبلۍ غونډه کې پخوانۍ وزیراعظم عمران خان هم ګډون کوي

باغی ټي وي رپورټ
د ولسي جرګې د نوي مشر د ټاکلو لپاره نن رایه اچونه کېږي چې د دې لپاره د ملي شورا د نننۍ غونډې اجنډا هم خپره شوې ده.
په قومي اسمبلۍ کې د قامي اسمبلۍ د مشر انتخاب نه وړاندې د پي ټي ائي او متحده اپوزيشن مشرانو په پارليمنټ هاؤس کې غونډه کوي.
د پاکستان تحريک انصاف چيئرمېن عمران خان په مشرۍ کښې د پي ټي آئي د پارلېماني پارټۍ غونډه شوې ده۔د نن ورځ د د قومي اسمبلۍ غونډې دوه نکاتي ایجنډا هم جاري کړې شوې ده.
سرچينې زياته کړې، چې له تلاوت، نعت او ملي سرود وروسته به د جرګې مشر وټاکل شي.
ياده دې وي چې د پاکستان مسلم لیک نه مشر او د اپوزیشن ګوندونو مشر شهباز شريف او د پي ټي آیی د حکومت پخوانۍ د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قريشي د وزيراعظمۍ څوکۍ لپاره کانديدان دي.






