سعودی عربستان ویلي چې سږ کال به یو میلیون مسلمانان حج اداء کړي 

0
169

سعودی عربستان ویلي چې سږ کال به یو میلیون مسلمانان حج اداء کړي 

سرچینې زیاته کړې، دوی ډېره هڅه کوي چې له ټولې نړۍ څخه زیات مسلمانان په ښه فضا کې د حج مراسم ترسره او د نبوي ص له زیارت څخه لیدنه وکړي. د سعودي د حج او عمرې وزارت ویلي چې د زیارت کوونکو امنیت او روغتیا دوی ته ډېر ارزښت لري او غواړي چې دا مراسم په ښه فضا کې ترسره شي.

 

(2022 / 4 / 9  نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

د سعودي عربستان د حج او عمرې وزارت اعلان کړی چې سږ کال به له ټولې نړۍ څخه یو میلیون مسلمانان د حج فریضه ادا کوي.

دا په داسې حال کې ده، چې د کرونا له امله په تېرو دوو کلونو کې له سعودي دننه څخه یواځې څو زره کسانو د حج فریضه ادا کوله. د سعودي دولتي اژانس د حج او عمرې وزارت د خبرپاڼې په حواله خبر ورکړی چې راتلونکي حج کې به له سعودي او نورو هېوادونو څخه یو میلیون مسلمانان د حج فریضه ادا کوي.

سرچینې زیاته کړې، دوی ډېره هڅه کوي چې له ټولې نړۍ څخه زیات مسلمانان په ښه فضا کې د حج مراسم ترسره او د نبوي ص له زیارت څخه لیدنه وکړي. د سعودي د حج او عمرې وزارت ویلي چې د زیارت کوونکو امنیت او روغتیا دوی ته ډېر ارزښت لري او غواړي چې دا مراسم په ښه فضا کې ترسره شي.

په خبرپاڼه کې راغلي چې د راتلونکي حج مراسمو کې به د اړوندو هېوادونو د سهمیې سره سم مسلمانان ګډون کوي. دغه وزارت زیاته کړې، کوم کسان چې له نورو هېوادونو سعودي ته د حج فریضې لپاره راځي، باید د کرونا منفي ټېسټ له ځانه سره ولري.

Leave a reply