تاجکستان وايي له افغانستان سره پر پوله امنیتي تدابیر ډېروي

0
179

تاجکستان وايي له افغانستان سره پر پوله امنیتي تدابیر ډېروي

تاجکستان دغه راز ویلي چې له افغانستان سره پر پوله به څار ډېر شي او لا ډېر سرتېري به ځای پر ځای کوي. روسیه داسې مهال له تاجکستان سره د نظامي مرستو خبره کوي، چې د اوکراین په جګړه کې روسي ځواکونو سخته ضربه لیدلې ده او ددې امکان شته چې له تاجکستان او مرکزي اسیا روسي سرتېري روسیې او اوکراین ته وخوځېږي.

 

(2022 / 4 / 9  نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

د تاجکستان او روسیې ولسمشر په یوه تلیفوني مکالمه کې د سیمې د وضعیت تر څنګ د افغانستان پر مسئله هم خبرې کړې دي او پر پوله یې د امنیتي تدابیر پر ډېرېدو ټینګار کړی دی.

پوتین ویلي چې دوی له تاجکستان سره د امنیتي اقداماتو په برخه کې هر اړخیزې همکارۍ ته ژمن دي او په تازه امنیتي تدابیرو کې یې هم همکاري دوام لري.

تاجکستان دغه راز ویلي چې له افغانستان سره پر پوله به څار ډېر شي او لا ډېر سرتېري به ځای پر ځای کوي.

روسیه داسې مهال له تاجکستان سره د نظامي مرستو خبره کوي، چې د اوکراین په جګړه کې روسي ځواکونو سخته ضربه لیدلې ده او ددې امکان شته چې له تاجکستان او مرکزي اسیا روسي سرتېري روسیې او اوکراین ته وخوځېږي.

Leave a reply