اروپايي پارلمان د افغان نجونو د ښوونځیو پر پرانیستلو ټینګار کړی دی

0
196

اروپايي پارلمان د افغان نجونو د ښوونځیو پر پرانیستلو ټینګار کړی دی

له هغه وروسته چې د افغانستان نوي حکومت له شپږم ټولګي پورته د نجونو د ښوونځیو د تړل کېدو خبره کړې ده، تر دې دمه یې په نړیواله کچه ګڼ غبرګونونه له ځان سره لرلي دي. خو نوی حکومت وایي چې د زده کړو مخالف نه دي، یوازې د ځینو مسایلو له امله په دې چاره کې ځنډ راغلی دی.

(2022 / 4 / 9   نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

د راپورونو له مخې د اروپايي پارلمان په غونډه کې هغه اعلامیې ته رایه ورکړل شوې چې له مخې یې د ښوونځیو تړل کېدل غندلي شوي او هغه له بشري حقونو ښکاره سرغړونه ګڼل شوې ده.

د اروپایي پارلمان غړو ویلي د افغانستان نوی حکومت باید مېرمنو ته د کار او زده کړو اجازه ورکړي او د دوی بشري حقونه دې تر پښو نه لاندې کوي.

دوی ویلي چې د ښوونځیو تړل کېدل به د افغانستان لپاره ناوړه اقتصادي پایلې ولري او ښایي له نړیوالې ټولنې سره د نوي حکومت اړیکې او تعامل پيکه کړي.

Leave a reply