پخواني جنرل مشرف د مهمو شخصیتونو د قتل تورونو په آصف زرداري ور اچولي دي

0
178

باغی ټي وي رپورټ
د پاکستان پخواني ولسمشر جنرال (ر) پروېز مشرف يو ځل بيا د مير مرتضي بهټو او بېنظير بهټو د وژنې پړه پر پخواني ولسمشر اصف علي زرداري ور اچولې ده.

بهرنۍ خبري ادارې خليج ميګ په خپل ټويټر اکاونټ د پخواني پوځي صدر يو ويډيويي پيغام شريک کړی دی چې پکې هغه د بېنظير بهټو د وژنې د مقدمې په اړه خبرې کوي.

پروېز مشرف په ويډيو پېغام کې ويلي چې د بهټو په کورنۍ کې يو داسې سړی شته چې د مرتضی بهټو او بېنظير بهټو د وژنې مسوول دی او هغه اصف علي زرداري دی، دواړه د اصف علي زرداري له خوا وژل شوي، هغه وایی چې
کله چې قتل وشي، باید وکتل شي چې په قتل کې چا ته ګټه او تاوان رسېدلی دې. پروېز مشرف وويل د بېنظير بهټو په وژنه کې زما تاوان وو خو ګټه يې يوه سړي ته شوه چې قاتل دى او هغه آصف زرداري دى.
په ويډيو پېغام کې پرويز مشرف وئيلي دي چې بېنظير د بيت الله محسود او دهغه کسانو وژلې ده، ددې وژنې تر شا د چا لاس دى، آيا په دې قتل کې داسې څوک شامل دي چې د بيت الله محسود د وژنې سازش يې جوړ کړى وو؟

Leave a reply