مونږ آیین نه دې مات کړې : شاه محمود قریشي، پخوانۍ د بهرنیو چارو وزیر

0
119

باغی ټي وي رپورټ
د پاکستان د بهرنیو چارو پخواني وزیر شاه محمود قریشي په یو بیان کې ویلي دي چې مونږ د اساسي قانون نه سرغړونه نه ده کړې، موهږ د اساسي قانون حلف اخیستی دی.

د سپريم کورټ نه بهر ميډيا سره خبرو کښې شاه محمود قريشي وويل داسې ښکاري چې نن د دې مهم مقدمې وروستۍ غونډه ده، زمونږ وکيلان به نن خپل دلائل مکمل کوي، آرټيکل 69 دا وایی چې د پارليمنټ معاملې دې په پارليمنټ کښې پاتې شي.

شاه محمود قرېشي ووئيل زمونږ د آئين مطابق د هر رياستي ادارې خپلې ذمه وارۍ دي، د آئين جوړوونكو ډېر واضح دريځ وركړے دے، د اولس مشر حلف اخيستې دې۔
اپوزیشن ګوندونه وايي چې مرستیال سپیکر له اساسي قانون څخه سرغړونه کړې، قریشي اوویل چې مونږ داساسي قانون نه دی مات کړی.
هغه زیاته کړه چې مونږ د اساسي قانون حلف اخیستی دی.د پي ټي ائي مشر زياته کړه چې دا زمونږ پاليسۍ نه ده چې د آئين پرته کوم ګام پورته کړو، مونږ په آئين حلف اخيستي دي، مونږ د آئين پابند يو، د سپيکر رولنګ د اوريدو وړ نه دی، آرټيکل 69 د سپيکر رولنګ ته تحفظ ورکوي.
ميډيا سره خبرو کښې شاه محمود قرشي اوويل چې خارجه دفتر ډرامه نه کوي، پروفيشنل کسان ناست دي، خپل کار کوي، د خپلو مقاصدو او ګډوډۍ لپاره دا خلق ملک په آئيني بحران کښې اچوي، آيا د نگران وزيراعظم نوم ورکول د شهباز شريف کار نه دے؟ ده ووئيل شهباز شريف له خپل آئيني ذمه وارۍ نه سر غړونه كړې، مسلم ليګ (ن) او پيپلز ګوند خپله دوره پوره كړې، مونږ هم حق لرو چې خپل دور حکومت پوره کړو، د ټولې ستونزې يواځينۍ حل تازه مېډيټ دے.

Leave a reply