سلو ۱۰۰ څخه زیات شخصیتونو د پاکستان سترې محکمې مشر څخه مهمه غوښتنه کړې ده

باغی ټي وي رپورټ
د پاکستان تر سلو زیاتو مشهورو شخصیتونو د پاکستان لوی قاضي عمر عطا بندیال ته یو لیک استولی، په دې لیک کې د “ضرورت نظریه” دفن کولو غوښتنه یې کړې ده.
د پاکستان سترې محکمې ته په یوه پرانیستي لیک کې تر سلو زیاتو مشهورو تعلیمي ماهرینیو او څیړنکارو او د مدني ټولنې مشرانو غوښتنه کړې چې د قومي اسمبلۍ د ډپټي سپیکر قاسم سوري د عدم اعتماد د تحریک د ردولو په مشروعیت دې له اساسي قانون او قانون سره جوړجاړی نه کوي.
د ليک ليکونکي د تېر حکومت وړانديز شوې پرېکړې د هېواد د رفاه او يووالي پر وړاندې ګواښ بولي او غوښتنه کوي، چې د داسې پرېکړې د ناقانونه کېدو په صورت کې بايد مسوولين مجازات شي، دوی ته سخته سزا ورکړل شي تر څو په راتلونکي کې د دا ډول پرېکړو مخه ونيول شي.
په لیک کې د تېر حکومت پر ضد د بهرنیو دسیسو د تورونو د څېړلو لپاره د قضايي کمیشن د جوړېدو غوښتنه هم شوې ده.






