امریکا د اوکراین جګړې د څو کاله دوام خبر ورکړی دی

همدا راز امریکا په تازه اقدام کې د پوتین د لورانو په ګډون پر ګڼو روسي چارواکو نوي بندیزونه وضع کړي دي. ورسره جوخت د اوکراین ولسمشر ویلادیمیر زلنسکي بیا په یوه ویډیويي پیغام کې دا بندیزونه کافي نه بولي او له نړۍ د روسیې پر وړاندې د ستر او قاطع ګام د پورته کولو غوښتنه کوي.

(2022 / 4 / 7 نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

امریکا وایي ښايي د اوکراین جګړه څو کاله اوږده شي. د امریکايي پوځ د مرکزي قومندانۍ قومندان په تازه څرګندونو کې ویلي له وضعیت داسې ښکاري چې د اوکراین جګړه به ژر ختمه نه شي. په ورته وخت کې امریکا د نوو ځيرکو بمونو د کارولو لارې چارې اوکرایني پوځ ته ورښيي.

همدا راز امریکا په تازه اقدام کې د پوتین د لورانو په ګډون پر ګڼو روسي چارواکو نوي بندیزونه وضع کړي دي. ورسره جوخت د اوکراین ولسمشر ویلادیمیر زلنسکي بیا په یوه ویډیويي پیغام کې دا بندیزونه کافي نه بولي او له نړۍ د روسیې پر وړاندې د ستر او قاطع ګام د پورته کولو غوښتنه کوي.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *