په ضلع خیبر کې اړوند چارواکو د بازاروانو او خوراکي توکو د معیار کتنه کړې ده

0
44

باغي ټي وي رپورټ
د خېبرپښتونخوا د صنعتونو د ډائرېكټر جنرل د لارښوونې په رڼا اسسټنټ ډائرېكټر صنعت عرفات آپریدي او د فوډ انسپکټر د ضلع خیبر په تحصیل لنډیکوتل بیلا بیلو مارکیټونو کې د خوراکي توکو دوکانونو معاینه وکړه.
په دې موقع چارواکو دوکاندارانو او نورو خوراکي توکو خرڅوونکو ته امر جاري کړو چې دوی دې د صفایی خاص خیال وساتي او معیاري او صفا خوراکي توکي دې اولس ته ورکړي.
د اړوند ادارو چارواکو په لنډیکوتل کې د سستا بازار دوره هم وکړه چرته چې د باړه تحصیل د غوړو کارخانې جوړ شوي غوړي اولس ته په ارزان نرخ ورکولې شي.
په دې موقع په سستا بازار کې د غوړو د سټال په لګولو د AD Industries هڅې وستایلې شوې.
د نورو بیلابیلو سوداګریزو ځایونو سربیره د قصابۍ دوکانونه، چرګانو غوښه خرڅوونکي، میوه او سبزیجات، بیکرۍ او عمومي پلورنځیو معاینه هم وشوه او د صفایی نه کولو په وجه بعضې دوکانداران ځای په ځای جریمه هم کړې شو.

د عامو خلقو او دوکاندارانو سره د پوهاوي او آګاهۍ غونډې هم ترسره شوې او د مصرف کونکي قانون 1997 او قواعد کال 2021 په اړه هم پوهه ورکړل شوه.
دوکاندارانو څخه اوغوښتل شول چې دوی د صفایی خاص خیال وساتي.

په دې موقع په سستا بازار کې د روزمره ژوند د اړتیا وړ توکي په بازار کې په مناسب نرخونو وموندل شول.
خو بل اړخ ته په لنډیکوتل کې ځایی خلق شکایت کوي چې په بازار کې د غوښې قصابان د سرکاري نرخ څخه سرغړونه کوي او دوی د د سرکاري چارواکي جرمانه کړي.
د لنډیکوتل تحصیل کونسل غړي نازک شاه شینواري، حاجي خان شینواري او یادوزیر شینواري وایی چې زیات قصابان د سرکاري نرخ څخه په زیات قیمت غوښه خرڅوی او دوی په ضد د انتظامیه قانوني ګام پورته کړي.
د لنډیکوتل ځایی اولس د اړوند چارواکو څخه دا غوښتنه هم کړې ده چې د لنډیکوتل په بازار کې بعضې دوکانداران غیرمعیاري چرګان خرڅوي او د هغوي په ضد دې هم کاروایی وشي.

Leave a reply