روس دې زر د ملګري ملتونو د امنیتي شورای څخه اوویستل شي: د اوکراین اولس مشر غوښتنه
باغی ټي وي رپورټ
د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي پر ملګرو ملتونو غږ کړی چې زر تر زره دې روسیه د ملګري ملتونو له امنیت شورا څخه وباسي.
د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته وویل چې په اوکراین کې تر ټولو ناوړه جنګي جنایتونه شوي دي.
زیلینسکي پر ملګرو ملتونو غږ وکړ چې روسیه یو یرغلګر دی او باید په امنیت شورا کې ی ګډون نه وي.
بل خوا هسپانیې د ۲۵ روسي ډیپلوماټانو د شړلو پرېکړه کړې، یوازې هسپانوي حکومت نه، د فرانس، جرمني او سویډن حکومتونو هم یو شمېر روسي ډیپلوماټان د خپل هیواد څخه خپلو هیوادونو ته لیږلي دي.
د روس حکومت د خپلو ډپلوماټانو دا اخراج غندلی او ویلي یې دي چې دا تنګ نظر ده او روسیه به یې غچ واخلي.