د افغانستان بانک ته ۳۲ میلیونه ډالره نوره بشر دوستانه مرسته رسېدلې

0
206

د یاد بانک په خبره، دا مرستې له روان بحران څخه د افغانستان په ایستلو کې پام وړ ګټورې واقع کېدای شي. د ویلو ده چې واک ته د ا.ا تر رسېدو وروسته امریکا د خپلو فشارونو په لړ کې د افغانستان مالي زېرمه په نړیوالو بانکونو کې کنګل کړې ده چې دې چارې د افغانانو پر اقتصاد ناوړه اغېزه کړې ده او اوسمهال له سختو ننګونو سره مخ دي.

(2022 / 4 / 5  نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

د افغانستان بانک ویلي چې نن د نړیوالې ټولنې د بشردوستانه مرستو پر دوام ۳۲ میلیون ډالر نوره مرسته هم کابل ته را رسېدلې ده.

یاد بانک زیاته کړې ده چې له افغانستان سره د نړیوالې ټولنې د بشردوستانه مرستې دا شلمه کڅوړه ده چې کابل ته را رسېږي. دغه بانک ویلي چې مرسته شوې پیسې یې د افغانستان نړیوال بانک ته سپارلې دي.

Leave a reply