د کیم جونک اون خور جنوبي کوریا ته د اټومي برید ګواښ کړی

د کیم جونک اون خور جنوبي کوریا ته د اټومي برید ګواښ کړی
د جنوبي کوریا چارواکو تر دا مهاله د شمالي کوریا له خوا د اټومي وسلو د ګواښ په اړه غبرګون نه دی ښودلی. دا څرګندونې په داسې حال کې دي چې د جنوبي کوريا چارواکو د شمالي کوريا د توغنديزو پروګرامونو د په نښه کولو لپاره د خپلو وړتياوو خبره وکړه.
(2022 / 4 / 5 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
د شمالي کوریا د رهبر کیم جونګ اون خور کيم يو جونګ د جنوبي کوریا پوځ ته خبرداری ورکړی چې که پر شمالي کوريا د بريد هڅه وکړي نو دوی به يې د اټومي وسلو پر مټ هيواد له منځه يوسي.
فرانس پريس خبري آژانس د شمالي کوریا د رسنیو په استناد راپور کې ویلي چې دا په تیرو دريو ورځو کې د شمالي کوریا د دويم مهم چارواکي له غوسې ډکې څرګندونې دي.
د شمالي کوریا دې ځانګړې چارواکې ویلي چې د پیونګ یانګ لومړی ماموریت به دا وي چې له خپلو اټومي وسلو څخه د یوه وژونکي ځواک په توګه استفاده وکړي، خو که چیري وسله واله جګړه پيل شي نو دوی به ترې د دښمن د پوځیانو د له منځه وړلو لپاره استفاده وکړي.