د کوکنارو د کرکېلې تر بندېدو وروسته؛ هلمند ولایت کې د پستې نیالګیو روزل پیل شوي 

0
92

د کرنې متخصصين وايي، د هلمند اقليم د پستې د ځنګلونو لپاره بيخي مناسب دی او که دې برخې ته پام وشي نو د بزګرانو لپاره د کوکنارو ښه بديل کيدای شي. چارواکي وايي چې اوس مهال په دغه ولایت کې پر ۳۴۰ جریبه ځمکه د پستې بڼونه جوړ شوي دي.

(2022 / 4  / 5  نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

هلمند کې د کرنې ریاست چارواکي وايي چې د دغه ریاست فني او مسلکي کارکوونکو د پستې نیالګیو روزلو چارې پيل کړې دي.

د بولان په انار باغ قوریه کې د پستې۱۰ زره نیالګي روزل کېږي او ويل کيږي چې راتلونکی کال به د دغه ولايت پر بزګرانو وويشل شي.

د کرنې متخصصين وايي، د هلمند اقليم د پستې د ځنګلونو لپاره بيخي مناسب دی او که دې برخې ته پام وشي نو د بزګرانو لپاره د کوکنارو ښه بديل کيدای شي. چارواکي وايي چې اوس مهال په دغه ولایت کې پر ۳۴۰ جریبه ځمکه د پستې بڼونه جوړ شوي دي.

په وروستيو کې هلمند کې د ميوه لرونکو باغونو جوړولو ته د خلکو ليوالتيا ډېره شوې ده.

Leave a reply