وزیراعظم هاوس او په صدارتي ماڼې باندې د آیین ماتوونکو قبضه ده: مریم اورنګزیب

باغی ټي وي رپورټ
د مسلم ليګ (ن) وياندې مريم اورنګزېب په خپل یو بیان کې وئيلي دي چې هېواد د پي سي او او قبضې په حالت کښې دے، آئين معطل دے او هېواد له آئيني، سياسي او اقتصادي بحران سره مخامخ دے.
مريم اورنګزېب په خپل يو بيان کې وويل چې عمران خان د اپرېل په درېيمه نېټه د پاکستان له اساسي قانون او خلکو سره لوبې وکړې او زياته يې کړه چې د اساسي قانون مخالفه ډله د ٢٢٠ ميليونو خلکو او اساسي قانون سره خطرناکه لوبه کوي.
هغې اوویل چې چې د اساسي قانون مخالفې ډلې په واک کې دي او د لومړي وزیر ماڼې او صدارتي ماڼۍ باندې هغه خلقو قبضه ده چې اساسي قانون او آیین ی مات کړې دې. مریم اورنګزیب اوویل چې نن هېواد ته نه سخت زيانونه رسېدلي، هېواد د پي سي او او قبضې په حالت كې دى، اساسي قانون معطل دى او هېواد له آئيني، سياسي او اقتصادي بحران سره مخ دى، د عمران خان د امرونو هيڅ آئيني او قانوني حيثيت نشته، هغې زیاته کړه چې څوک هم چې عمران خان حکم اطاعت وکړي په دې جرم کې به ورسره شریک وي.






