د پنجاب وزیراعلی ټاکنې په اړه د پي ټي آیی یوه مهمه پریکړه
باغی ټي وي رپورټ
پي ټي آئي د پنجاب د وزيراعلي په انتخاباتو کښې د پارټۍ غړي پرويز الهي ته د ووټ ورکولو لباره پابند کړي دي۔
د پاکستان تحريک انصاف جنرل سيکرټري اسد عمران د پي ټي آئي د پنجاب اسمبلۍ غړو ته نوټس جاري کړے دے چې پکښې غړو ته هدايات شوي چې د پنجاب وزيراعلې په ټاکنه کښې د پارټۍ اميدوار پرويز الهي ته ووټ ورکړي۔
نوټس کښي وئيلي شوي دي چي د پارټي چيئرمين عمران خان پرويز الهي د وزيراعلي څوکئ لپاره نامزد کړے دے۔
د جیو رپورټ مطابق، د پي ټي آیی مشر د لارښوونې مطابق، د اسمبلۍ ټول غړي باید پرویز الهي ته رایه ورکړي، په داسې حال کې چې د رایې اچونې په ورځ غیرحاضري به د پارټۍ د ډسپلین څخه سرغړونه ګڼل کیږي.