د عمران خان په ضد د ناباورې تحریک ردول، سپریم کورټ نن بیا اوریدنه کوی

اسلام آباد کې د پاکستان د سترې محکمې ودانې: فایل فوټو
باغي ټي وي رپورټ
سپريم کورټ به نن يو ځل بيا د ملک آئيني سياسي صورتحال په اړه د ازخود نوټس سماعت کوي۔
د چيف جسټس عمر عطا بنديال په مشرۍ کې پنځه کسيزه بنچ به د کېس اوريدنه کوي.پرون په اورېدنه کې چيف جسټس عمر عطا بنديال ريمارکس ورکړل چې عدالت به په هوا کې دا فيصله نه کوي چې بې له بحثه څنګه انتخاباتو ته لاړل.
چيف جسټس وويل مونږ ته دعدالتي پوښتنو ځوابونه ورکول دي، مونږ هم په دې اړه زر فيصله غواړو.جسټس اعجازالاحسن وويل چې د بحث اجازه نه ورکول په طرز عمل کې نيمګړتيا ده په داسې حال کې چې جسټس منيب اختر ريمارکس ورکړو چې بادی االنظر کې ډپټي سپيکر د سپيکر واک استعمال کړو کوم چې د ډپټي سپيکر واک نه وو.






