پاکستان یو آزاد او خپلواک هیواد دې: شاه محمود قریشي

باغي ټي وي رپورټ
د پاکستان د بهرنیو چارو پخواني وزیر شاه محمود قریشي ویلي دي چې د ملي امنیت د کمیټې په هدایت یې سفارت کار راغوښتې دې او د ګواښونکي لیک په اړه ی ورسره رسمی ټینګار کړې دې.
په یوه بیان کې شاه محمود قریشي ویلي، پاکستان یو ازاد او خپلواک هېواد دی، هغه زیاتوي چې هېڅ هېواد باید زمونږ په کورنیو چارو کې لاسوهنه ونه کړي، قریشي وایی چې پرېکړې باید زمونږ د اساسي قانون آو ایین او د خلکو له هیلو سره سمې ترسره شي.
ده ووئيل د پاكستان ولس په كورنيو چارو كښې د كوم قسمه بهرنۍ لاسوهنې نه غواړي٬ د قامي سلامتيا كمېټۍ وايي بهرنۍ لاسوهنه نامناسبه ده۔د بهرنيو چارو پخواني وزير وويل چې په واشنګټن کې يې هم د خپل سفير له لارې امریکا ته احتجاج ثبت کړى دى.هغه ویلي هند په پاکستان کې داسې حکومت غواړي چې د دوی په وړاندې نرم وي. قریشی اوویل چې هند ته مو په ډاګه کړې چې ښه تعلقات ورسره غواړو خو د کشمیر سودا کول کله هم مونږ ته منظوره نه ده. ياده دې وي چې پاکستان په دې اړه امريکا ته احتجاج کړى او په دې لړ کې يې دامريکا سفارت کار هم را غوښتنې او احتجاج ی هم ورته ریکارډ کړې دې.






