اروپايي ټولنې لۀ افغانستان سره د ۳۴ ټنه روغتیایي موادو مرسته کړې

نوموړي ویلي چې دوی له افغانستان سره د بشردوستانه مرستو ادامې ته ژمن دي او تر هغه چې اړتیا وي د افغانانو ملاتړ کوي. هغه تمه ښوودلې چې د اروپايي ټولنې مرستې وکړی شي افغانان له روان وضعیت وژغوري او د دوی په ژوند کې مثبت بدلون راولي.
(2022 / 4 / 5 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
اروپايي ټولنه وايي چې افغانستان ته یې تازه د روغتیايي توکو او وسایلو یوه مرستندویه بسته رسېدلې ده.
د اروپايي ټولنې د بشردوستانه خدماتو او بحران د مدیریت کمیشنر یانتس لنارچیچ ویلي چې دغه ۳۴ ټنه روغتیايي توکي او وسایل به د افغانستان روغتیايي برخې ته سپارل کېږي.