ایران ویلي چې افغانستان سره لا ډیرو مرستو ته ژمن یو

هغه همدا راز په ایران کې د مېشتو افغان کډوالو یادونه هم کړې ده او وايي چې دوی د میلیونونه افغان کډوالو کوربه دي، نو په دې برخه کې هم د نړیوالو پاملرنې ته اړتیا ده. ایران داسې مهال د افغان کډوالو د کوربه توب خبره کوي، چې په وروستیو کې یې ددغه کډوالو پر وړاندې ناوړه چلند ډېر کړی دی.
(2022 / 4 / 5 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
ایران وایي دوی له افغانستان سره بشردوستانه مرستو ته ژمن دي. په ملګرو ملتونو کې د ایران دایمي استازي مجید تخت روانچي ویلي دوی په افغانستان کې روان اقتصادي وضعیت ته اندېښمن دي، خو تر خپلې وسې له دغه هېواد سره مرستو ته ادامه ورکوي.
د نوموړي په خبره ایران د اګسټ له میاشتې راهیسې څو جوپې بشري مرستې افغانستان ته لېږلې دي او د لا ډېرو مرستو لېږلو ته ژمن دي.