استرالیا له افغانستان سره څلوېښت میلیونه ډالره اضافي مرسته کوي

0
163

استرالیا له افغانستان سره څلوېښت میلیونه ډالره اضافي مرسته کوي

استرالیا ویلي چې په کابل کې د پخواني حکومت له سقوط وروسته افغانان له ناوړه اقتصادي وضعیت سره مخ دي، دندې یې له لاسه ورکړې دي، د کورنیو اقتصادي وضعیت خراب شوی، لوږه مخ په پراختیا ده، نو ځکه د نړیوالو لا ډېرو مرستو ته اړتیا ده.

(2022 / 4 / 5  نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

د استرالیا د بهرنیو چارو وزارت له لوري په خپره شوې اعلامیه کې راغلي چې په افغانستان کې روان بشري ناورین د اندېښنې وړ دی او دوی تمه لري چې نړیوال وکړی شي دغه ناورین کابو کړي.

د استرالیا د بهرنیو چارو وزیرې په دې اعلامیه کې ویلي چې دوی د ملګرو ملتونو د مرستندویه ماموریت په چوکاټ کې له افغانانو سره خپلو مرستو ته ادامه ورکوي.

هغې ویلي چې دوی تر دې وړاندې له افغانستان سره سل میلیونه ډالر مرسته اعلان کړې وه او شاوخوا څلوېښت میلیونه ډالر نوره هم پر زیاتوي.

Leave a reply