د ناټو سازمان ویلي چې د افغانستان پېښې د دوی لپاره درس وې 

0
216

د ناټو سازمان ویلي چې د افغانستان پېښې د دوی لپاره درس وې 

د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ په یوه خبري کنفرانس کې د تېر کال د فعالیتونو راپور وړاندې کړی او خبریالانو ته یې ویلي چې په افغانستان کې یې ګڼې لاس ته راوړنې لرلې، خو تر څنګ یې ستونزې هم وې.

 

(2022 / 4  / 5  نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

ناټو وايي د افغانستان له پېښو تر لاسه شوي درسونه به د راتلونکو ستونزو په حل کې وکاروي.

د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ په یوه خبري کنفرانس کې د تېر کال د فعالیتونو راپور وړاندې کړی او خبریالانو ته یې ویلي چې په افغانستان کې یې ګڼې لاس ته راوړنې لرلې، خو تر څنګ یې ستونزې هم وې.

د ده په خبره دوی په افغانستان کې ډېرې تجربې ترلاسه کړې دي، چې د ناټو لپاره د یوه درس حیثیت لري او په راتلونکو ستونزو کې به ګټه ترې واخلي.

سټولټنبرګ دغه راز ویلي چې دوی زرګونه متحدین له افغانستان ایستلي دي او دا یې د ناټو په غړو هېوادونو کې مېشت کړي دي. هغه له افغانستان د تخلیې ماموریت هم ستره لاس ته راوړنه بللې ده.

Leave a reply