امریګا د ا.ا. لۀ خوا پر نشه یي توکو د بندیز هرکلی کړی 

0
167

امریګا د ا.ا. لۀ خوا پر نشه یي توکو د بندیز هرکلی کړی 

هغه همدا راز ویلي چې افغانان د بزګرۍ په برخه کې مرستو ته اړتیا لري او په خبره یې یو پیاوړی زراعتي سیستم د افغانانو لپاره ضرور دی او دا به په پایله کې ټولو افغانانو په تېره بیا ستره برخه بزګرانو ته لوی کمک وي.

 

(2022 / 4 / 5  نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

امریکا د نشه يي توکو د کښت د مخنیوي په اړه د افغان حکومت د تازه فرمان هرکلی کړی دی. د افغانستان لپاره د امریکا د سفارت شارژدافیر ویلي د افغان حکومت له لوري د نوي خپاره شوي فرمان هرکلی کوي خو تمه لري چې دغه فرمان عملي شي.

د ده په خبره نشه يي توکي د افغانستان، سیمې او نړۍ لپاره خطرناک دي نو له همدې امله دی تمه لري چې د نشه يي توکو د کښت د مخنیوي په موخه صادر شوی فرمان په بشپړه توګه عملي کړل شي.

هغه همدا راز ویلي چې افغانان د بزګرۍ په برخه کې مرستو ته اړتیا لري او په خبره یې یو پیاوړی زراعتي سیستم د افغانانو لپاره ضرور دی او دا به په پایله کې ټولو افغانانو په تېره بیا ستره برخه بزګرانو ته لوی کمک وي.

افغان حکومت تازه داسې فرمان صادر کړی چې له مخې یې له دې وروسته په ټول افغانستان کې څوک د نشه يي توکو په تېره د کوکنارو پر کرکېله او کاروبار لاس نه شي پورې کولی.

Leave a reply