چې د یو ملک وزیراعظم بنیادي قانون او آیین مات کړي نو دا سرپرایز نه وي : شاهد خاقان عباسي

باغی ټي وي رپورټ
پخواني وزيراعظم شاهد خاقان عباسي په یو بیان کې ویلي دي چې د یو ملک وزیراعظم چې آیین مات کړي او سرغړونه ترې وکړي نو دا د حیرانتیا(سرپرایز) نه دې ، هغه زیاتوي چې دا د افسوس ا د غم خبره وي.
د مسلم ليګ (ن) مشر شاهد خاقان عباسي د جيو نيوز پروګرام شاهزيب خانزاده کښې د خبرو په مهال ادعا وکړه چې د اسمبلۍ د منحلولو سازش او د اسمبلۍ تر غونډې وړاندې صدر، سپيکر او وفاقي وزيرانو وزيراعظم سره ملاقاتونه کړي وو۔

هغه وویل چې د غونډې لپاره وخت دی او دا دسیسه به د سه شنبې په ورځ په یوه خبري کنفرانس کې افشا شي. شاهزيب خانزاده سره خبرو کې هغه زياته کړه چې طمع لري چې سپريم کورټ به د آئين دفاع وکړي.