ملګرو ملتونو ویلي چې افغانستان د نړۍوالو جدي پاملرنې ته اړتیا لري

0
99

ملګرو ملتونو ویلي چې افغانستان د نړۍوالو جدي پاملرنې ته اړتیا لري

د ملګرو ملتونو عمومي منشي داسې مهال دغه څرګندونې کوي، چې ملګرو ملتونو له افغانستان سره د ۴،۵ میلیارده ډالرو بشردوستانه مرستې غوښتنه کړې ده، خو مرستندویه هېوادونو یوازې ۲،۵ میلیارده ډالر راټول کړي دي.

 

(2022 / 4 / 5  نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

د ملګرو ملتونو عمومي منشي یو ځل بیا ویلي چې له افغانستان د نړیوالو پراخ ملاتړ ته اړتیا ده.

انتونیو ګوتریش وایي له افغانستان سره دداسې مرستو او ملاتړ اړتیا ده چې په دغه هېواد کې کورنۍ له لوږې او بېوزلۍ وژغوري او روان ناوړه وضعیت ته د پای ټکی کېږدي.

د ګوتریش په خبره له افغانانو سره د اقتصادي مرستو تر څنګ ددې اړتیا ده چې د ښوونځیو د پرانیستلو لپاره هم هڅې وشي.

د ملګرو ملتونو عمومي منشي داسې مهال دغه څرګندونې کوي، چې ملګرو ملتونو له افغانستان سره د ۴،۵ میلیارده ډالرو بشردوستانه مرستې غوښتنه کړې ده، خو مرستندویه هېوادونو یوازې ۲،۵ میلیارده ډالر راټول کړي دي.

ملګري ملتونه دا مرستې کافي نه بولي او له افغانانو سره د لا ډېرو بشردوستانه مرستو غوښتونکي دي.

Leave a reply