د حج او اوقافو وزارت ټولو مسجدونو نه خبر ورکړی چې پر پېشلمي آن تلاوت پۀ لوډسپېکرو کې ونۀ غږوي

دغه وزارت دغه راز زیاته کړې ده چې له دې وروسته دې د پيشلمي پر مهال د جوماتونو پر لوډسپیکرونو تلاوت، نعتونه او ترانې هم نه غږول کېږي. حج او اوقافو وزارت ټینګار کړی دی چې که چېرته کوم چا له دې امر څخه سرغړونه وکړه نو قانوني چلند به ورسره وشي.
(2022 / 4 / 5 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
د افغانستان ا.ا د حج او اوقافو وزارت ټولو مسجدونو ته هدایت کړی دی چې له دې وروسته دي د سهار او ماښام اذانونه پر یو وخت وکړي.
یاد وزارت جوماتونو ته سپارښتنه کړې ده چې د اذانونو د وخت توحید دې مراعات کړي او پر یو وخت دې پر یو ځای اذانونه وکړل شوي.