د امنیتي شورای غړي دې د سازشي لیک په اړه خپل دریځ واضح کړي: آصف علي زرداري

0
182

باغی ټي وي رپورټ
پخواني ولسمشر اصف علي زرداري په یو بیان کې ویلي دي چې عمران خان دا ځل د یوه لیک تر شا د خپل ځان د پټولو هڅه کوي.

پخواني ولسمشر په یوه بیان کې ویلي، چې د ملي امنیت شورا غړو په یوه بیان کې په ډاګه کړې ده چې دوی د بهرنیو دسیسو هېڅ ثبوت نه دی موندلی.

ده ووئيل چې عمران خان د كمېټۍ د پوځي غړو په اړه وايي چې هغه غړي زما راضي او مطمین وو، زرداري زیاتوي چې کوم كسان چې د امنيتي كمېټۍ پوځي غړي دي بايد وضاحت وركړي او د خط په اړه خپل دريځ څرګند کړي.

اصف علي زرداري اوویل چې وس دا د عمران خان یا متحد اپوزیشن خبره نه ده، وس دا د پاکستان خبره ده، نو په داسې حساسو مسایلو کې ځنډ هم د هېواد په زیان کې دې.
هغه وویل چې دا مسله اوس د بې اعتمادۍ موضوع نه ده ، هغه زیاته کړه چې وس دا موضوع او ستونزه د ملي امنیت ده.

Leave a reply