اسد قیصر په دریم اپریل ولې د قامي اسمبلۍ مشري و نه کړه؟

باغی ټي وي رپورټ
د اپرېل په درېيمه نېټه د قومي اسمبلۍ سپیکر اسد قیصر د اسمبلۍ غونډې د صدارت نه کولو وجه مخې ته راغلې ده.
د جیو نیوز رپورټ مطابق، اسد قیصر ته نږدې سرچینو ویلي چې اسد قیصر د آرټیکل 5 لاندې رولنګ کولو حق نه کې نه وو او هغه د پارټۍ مشرتابه سره د آرټیکل 5 لاندې رولنګ کولو په اړه تحفظات څرګند کړي وو.
سرچينې زياته کړې چې د لومړي وزير قانوني ټيم د سپيکر د قانع کولو هڅه کړې وه، خو هغوى د لومړي وزير قانوني ټيم له وړانديز سره موافقه ونه کړه او هم دې له وجهې ی په دریم اپریل د قامي اسمبلۍ په غونډه کې ګډون و نه کړو.
دې مسلې ته نږدې سرچینو ویلي چې اسد قیصر د ارټيکل 5 لاندې له حکم سره د اختلاف له امله اسمبلۍ په غونډه کې شرکت لپاره د غونډې مشري و نه کړه.
د یادونې ده چې هم په دې ورځ په دریم اپریل دا غونډه د ډپټي سپیکر قاسم خان سوري په مشرۍ کې ترسره شوه او قاسم سوري د اپوزیشن له لوري جمع کړي شي د عمران خان په ضد د ناباورې تحریک رد کړو او دا قرارداد ی د نه منلو وړ وګرځولو چې بیا روستو وزیراعظم عمران خان صدر پاکستان ته لارښوونه وکړه چې قامي اسمبلي ماته کړه.






