د امریکا دفتر خارجه د عمران خان تورونه رد کړي دي

باغی ټي وي رپورټ
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت یو ځل بیا پاکستان ته د ګواښونکو پیغامونو د استولو په اړه د عمران خان تورونه رد کړي دي، امریکا دفتر خارجه په دې اړه ویلي دي چې دا تورونه حقیقت نه لري او بې بنیاده دی.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند نیډ پرائس په خپل بیان کې ویلي دي چې مونږ د یو سیاسي ګوند ملاتړ نه کوو، هغه زیاتوي چې هم دې لپاره د امریکا پر ضد تورونه رښتیا نه دي.
ده ووئيل امريكا د آئين د پرامنه بالادستي او د هغې لاندې د جمهوريت د اصولو، د قانون د حاكميت او برابرۍ ملاتړ كوي په داسې حال كښې چې دا اصول يوازې د پاكستان لپاره ملاتړ نه کوي ، هغه زیاتوي چې د ټولې نړۍ د نورو هېوادونو لپاره هم د جمهوریت او قانون لوړتیا ملاتړ کوي.
ياده دې وي چې څو ورځې وړاندې وزيراعظم عمران خان قوم ته ته په خپله وينا کې ويلي و و چې د يو ځواکمن هېواد لخوا ورته ګواښ ليک لېږل شوی دی.عمران خان په خپله وینا کې د د امریکا په نوم یاد کړ او د تېروتنې په پوهېدو سره ایسار شو او ویې ویل چې نه، له بهر هیواد نه مطلب کوم یو د بهر هیواد.






