د نګران وزیراعظم په اړه د صدر پاکستان شهباز شریف ته خط

باغی ټي وي رپورټ
د مسلم ليګ (ن) صدر او قومي اسمبلۍ ماتولو څخه پس صدر ډاكټر عارف علوي اپوزيشن ليډر شهباز شريف ته خط ليكلې چې د نګران وزيراعظم نوم تجويز كړې شي۔
صدر په خط کې وئيلي دي چې وزيراعظم عمران خان جسټس (ر) ګلزار احمد د نګران وزيراعظم په توګه نومول شوى دى.
ده ووئيل ولسمشر بايد د وزيراعظم او د اپوزيشن ليډر په مشوره نګران وزيراعظم ټاكي۔اولس مشر ووئيل چې د اپوزېشن مشر دې د آئين د آرټيكل 224 اے لاندې د اپرېل تر شپږمې نېټې راپور وركړي۔
په ټاکلي وخت کې د ځواب نه ورکولو په صورت کې د نگران وزيراعظم ټاکنه به د آئين مطابق ترسره شي. ياده دې وي چې جسټس ګلزار احمد د ۲۰۲۲م کال د فرورۍ په لومړۍ نېټه له خپلې څوکۍ څخه ریټایرډ شوی او اوس پي ټي ايي هغه د نګران وزيراعظم لپاره نومولی دی.





