د ملک آیین د ټولو اوچت دې،باید مونږ ټول ی اومنو: چوهدري شجاعت حسین

باغی ټي وي رپورټ
د مسلم ليګ (ق) مشر چوهدري شجاعت حسين په یو بیان کې ویلي دي چې چې د پاکستان اساسي قانون تر ټولو لوړ دى.
په يو بيان کې چوهدري شجاعت حسېن وئيلي دي چې هغه که پارليمنټ وي يا بل څوک د آئين نه پورته حکمونه نه شي جاري کولى ځکه آیین د ټولو اوچت او مهم دې.
ده ووئيل د هیڅ څوک هم د پاكستان آئين څخه پورته نه دے او پارليمان نه شي كولې چې د آئين نه اوچت قانون جوړ كړي،هغه زیاته کړه چې ټول د آئين تابع دي او آئين تر ټولو لوړ دى۔