امکان دې چې بزدار به د پنجاب د نګران وزیراعلی په توګه کار ته دوام ورکړي

باغی ټي وي رپورټ
عثمان بزدار به د پنجاب نګران وزیراعلی په توګه کار ته دوام ورکړي.حکومتي سرچینو ویلي چې وزیراعظم عمران خان د پنجاب ګورنر عمر سرفراز چیمه او د پنجاب پخوانی اعلی وزیر عثمان بزدار اسلام اباد ته رابللي دی.

دسرچينو ترمخه وزيراعظم عمران خان دپي ټي ائي مشر ميا محمود رشيد ته هم اسلام اباد ته درسيدو هدايات کړې دي اؤ وزيراعظم سره يې ليدنه کې دپنجاب سياسي بحران دحل لپاره په بيلا بيلو برخو غور کړې دې.
سرچينې وائي چې عثمان بزدار اؤ ميا محمود رشيد به وزيراعظم ته په پنجاب کې د نمبر ګیم په اړه بريفنگ ورکوي.

حکومتي سرچینو ویلي چې عثمان بزدار د پنجاب د سرپرست اعلی وزیر په توګه د ټاکلو غوښتنه کولی شي.ياده دې وي چې تيره ورځ د پنجاب اسمبلۍ کښې د نوي وزيراعلې د انتخاب لپاره ووټ اچول کيدو خو ډپټي سپيکر دوست محمد مزاري په ايوان کښې د ګډوډۍ په وجه غونډه تر شپږم اپريل پورې ځنډولې وه۔