د اپوزیشن په غوښتنه مو د ټاکنو اعلان کړې دې: عمران خان

0
136

باغی ټي وي رپورټ
وزيراعظم عمران خان وايي کله چې د انتخاباتو اعلان شو نو اپوزيشن په سپريم کورټ کې څه کوي؟ هغه اوویل چې اپوزیشن NRO II غواړي.

له ولس سره په ټيلېفوني خبرو کې لومړي وزير عمران خان وويل، تر څو چې د هېواد مفکرين پارلمان ته نه وي راغلي، هېواد پرمختګ نه شي کولى.

عمران خان اوویل چې دا ځل به مونږ پام کوو او نظریاتو کاندیدانو ته به ټکټونه ورکوو، مونږ د ټاکنو لپاره کافي تجربه حاصله کړه او دا تجربه مو وړاندې نه لرله.
وزيراعظم عمران خان اوویل چې پارټې غړیو په اخيستو حکومت جوړول دجمهوريت نفي ده، اپوزيشن ددرې کالو راهسې وايي چې حکومت ناکامه شوى اؤ حکومت په غیر جمهوري طریقه منتخب شوى دى، هغه اوویل چې مونږ داپوزيشن په غوښتنه دانتخاباتو اعلان کړى دى.
ده ووئيل د اپوزېشن په ضد د کرپشن مقدمې موجودې دي، اپوزيشن غواړي چې دوي ته اين آر او II ترلاسه شي، د بهرنۍ سازش په ذريعه د حكومت د نسکورولو هڅه شوې، عمران خان اوویل چې ا ولس دې ددې کار په ضد احتجاج وكړي، عمران خان زیاته کړه چې نن د ماسخوتن لمانځه وروسته به په ریډ زون کې د ضمیر خرڅوونکو په ضد احتجاج پیل شي ، هغه اوویل چې زه هم په لاريون کې برخه اخلم، په لاهور کې دې د هغه هوټل مخې ته لاريون وشي چرته چې کاندیدان اخيستل کېږي او پلورل کېږي.

Leave a reply