متحده اپوزیشن ګوندونو د اسمبلۍ بحالولو غوښتنه کړې ده

0
163

باغی ټي وي رپورټ
د متحده اپوزیشن ګوند له ټاکنیزو اصلاحاتو وروسته د ولسي جرګې د بیا بحالولو او د نویو ټاکنو د ترسره کېدو غوښتنه کړې ده.

په اسلام اباد کې د بلاول بهټو زرداري، خالد مقبول صدیقي او نورو سره یو ځای یوې خبري غونډې ته وینا کې شهباز شریف وویل چې عمران نیازي پرون په ملک کې سول مارشل لا نافذ کړی او وزیراعظم د آئین خلاف ګامونه پورته کړي دي.

شهبازشريف وويل په دغه تحريک کې هيڅ بدلون ممکن نۀ وو، فواد چوهدري په کور کې کاغذ لولي او نۀ پوهيږي چې هغه څه لولي، پرون چې سپیکر څه کړي دي نو دهغه په وينا مونږ غداران جوړ شوی یو.

هغه زیاته کړه، چې عمران نیازي او ولسمشر پرون له اساسي قانون څخه سرغړونه وکړه، اوس خبره په محکمه کې ده او په دې اړه زه نه غواړم ډېرې خبرې کړم.

Leave a reply