د ا.ا کابینې پرېکړه کړې چې تر دې وروسته مخابراتي شرکتونه نشي کولی پرته لۀ 

0
53

هغه زیاته کړې ده چې کابینې یاد وزارت ته دنده سپارلې چې په هېواد کې دې هيڅ مخابراتي شبکې ته د نا راجستر شویو سم کارتونو د پلور اجازه نه ورکوي.

دغه راز کابینې امنیتي ادارو په ګډون ټول ارګانونه او اشخاص مکلف کړي چې د مخابراتو او معلوماتو ټکنالوژۍ وزارت د اصولو او کابینې پریکړې ومني او تطبیق کړي.

(2022 / 4 / 4   نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

د افغانستان ا.ا د کابینې په غونډه کې پرېکړه شوې ده چې له دې وروسته دې مخابراتي شرکتونه سیم کارتونه له ثبت او راجستر پرته نه پلوري.

د ا.ا د ویاند مرستیال انعام الله سمنګاني ویلي چې کابینې د ټلیفوني سیم کارتونو د ثبت په اړه د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت غوښتنه تصویب کړې ده.

Leave a reply