د قامي اسمبلۍ تحلیل کولو څخه پس د پنجاب اسمبلۍ د ماتولو خبرونه هم مخې ته راغلي

0
66

باغی ټي وي رپورټ
د قومي اسمبلۍ نه پس د پنجاب اسمبلۍ هم د ماتولو امکان دی او په دې لړ کښې وزیراعظم عمران خان د پنجاب ګورنر عمر سرفراز چیمه اسلام آباد ته طلب کړې دې.

سرچينې وائي وزيراعظم عمران خان دپنجاب ګورنر عمر سرفراز چيمه اسلام اباد ته را غوښتنې دې.
دسرچينو ترمخه دپنجاب ګورنر به نن وزيراعظم عمران خان سره ليدنه کوي اؤ په موجوده سياسي صورتحال اؤ راتلونکي عمل په اړه به ترې هدايات اخلي.حکومتي سرچینو ویلي د پنجاب اسمبلۍ د ماتولو امکان دی او د وزیراعظم قانوني ټیم به په دې لړ کې د پنجاب ګورنر ته لارښوونه کوي.

ياده دې وي چې پرون په ۳ دریم اپریل ولسمشر ډاکټر عارف علوي د وزيراعظم په سپارښتنه قومي اسمبلۍ ماته کړه.

Leave a reply