د پاکستان اولس مشر، عمران خان او سپیکر د پاکستان آیین سرغړونه کړې ده: شهباز شریف

باغی ټي وي رپورټ
د مسلم ليګ ن صدر او د اپوزيشن پخواني مشر شهباز شريف د نګران حکومت په اړه د صدر پاکستان د خط په اړه غبرګون ښودلی دی.
اسلام اباد کې دخبرو اترو په مهال شهبازشريف څخه دصدر دليک په اړه پوښتنه وشوه نو شهباز شريف وويل صدر عمران خان اؤ ډپټي سپيکر داساسي قانون خلاف ورزي کړې ده نو غير آئيني صدر به څنګه خط ته ځواب ورکړي.
ده ووئيل مونږ د آئين پابند يو او د آئين د تحفظ لپاره جنګېږو، پرېږده چې د عدالت پرېكړه راشي نو تر مشاورت وروسته به پرېكړه وكړو. شهباز شریف اوویل چې مونږ به عمران خان په آرام کیښناستلو ته پری نه ږدو.
ياده دي وي چي صدر پاکستان عمران خان او شهباز شريف ته يو خط ليکلي دي چي پکښي د اسمبلي ماتولو دري ورځو کښي په يو نوم باندي که اتفاق و نه شو نو دواړه شخصيتونه به دوه دوه نومونه کميټي ته ولیږي چې بیا دې نومونو کې د نګران وزیراعظم لپاره نوم غوره کړې شي. شهباز شریف اوویل چې دا د پاکستان په تاریخ کې یوه توره ورځ ده چې د پاکستان صدر، وزیراعظم او سپیکر د پاکستا اساسي قانون څخه سرغړونه وکړه.






