دوه نومونو مو د نګران وزیراعظم لپاره استولي دي: فواد چوهدري

0
141

باغی ټي وي رپورټ
د پي ټي آئي مشر فواد چوهدري وئيلي دي چي که شهباز شريف د نګران وزيراعظم لپاره مشوره کښي برخه نه اخستل غواړي نو مونږ دوه نومونه ورکړي دي، هغه وایی چې يو نوم به په اوو ورځو کښي خوښ کړې شي۔

اسلام اباد کې ميډيا سره خبرو کې فواد چوهدري وويل دانتخاباتو څخه تيښته ممکن نۀ ده، په ٩٠ ورځو کې په هيواد کې ټولټاکنې کيږي، دپاکستان خلق اوس انتخاباتو ته تيار دي.

فواد چوهدري اوویل چې که په سپريم کورټ د فشار اچولو کومه هڅه وشوه نو مزاحمت به کوي، مخالفين دې د احتجاج خبرې نه کوي، هغه اوویل چې که عمران خان د احتجاج غږ وکړو نو په کور کې پاتې کېدل به ګران شي.

ده ووئيل د خط تفصيلات بايد په ډاګه نه شي٬ د هېواد ګټې زمونږ لپاره تر ټولو مهم دي۔

Leave a reply