د اسمبلۍ په کاروایی کې دی چې سپیکر قرارداد رد کولې شي: سپریم کورټ

اسلام آباد کې د پاکستان د سترې محکمې ودانې: فایل فوټو
باغی ټي وي رپورټ
سپريم کورټ د ملک د آئيني صورتحال په اړه د از خود نوټس اورېدنه کوی او نن هم د سپیکر له لوري اخستل شوي ګام چې د عمران خان په ضد ی د عدم اعتماد تحریک رد کړې دې ، د از خود نوټس اوریدنه کړې ده.
د پاکستان چيف جسټس عمر عطا بنديال تيره ورځ د قومي اسمبلۍ په غونډه کې د رامنځته شوې وضعې نوټس اخيستی وو.دکيس اوريدنې په مهال چيف جسټس ريمارکس ورکړو چې مونږ ددرخواست کوونکو اوريدل غواړو، که څوک بيان ورکول غواړي نو ورکړي.
د پي ټي آئي وکيل بابر اعوان په خپلو دلائلو کښې وويل زه غواړم چې د سپريم کورټ د 21 مارچ 2022ء فيصلې ته رجوع وکړم، اټارني جنرل عدالت ته باور ورکړے وو چې د اسمبلۍ هيڅ غړي ته به د راتلو نه منع کولے شي ولې اتحاد ته ئي پام نه دے کړے ګوندونه
چيف جسټس ريمارکس ورکړو چې تيره ورځ لنډ حکم جاري کړے شو، مونږ پرون د اسمبلۍ کارروائي اورو۔بابر اعوان وويل صدارتي ريفرنس دې په موجوده خود نوټس سره واورول شي، زما درخواست دې ريکارډ کړل شي، عمران خان د درخواست کولو اجازه راکړې ده چې مونږ ټولټاکنو ته تيار يو چې په دې اړه جسټس عمر عطا بنديال وويل زمونږ په وړاندې سياسي خبرې مه کوئ.
چيف جسټس پوښتنه وکړه چې “ليو څه مطلب؟” د سپیکر لپاره د مرستې ورکول څه معنی لري؟
جسټس منيب اختر وويل دا د اسمبلۍ په کارروايۍ کې وه چې سپيکر دغه قرارداد رد کولى شي.






