د پاکستان اولس مشر ډاکټر عارف علوي د نګران حکومت جوړولو لپاره خط لیږلې دې

باغی ټي ي رپورټ
د پاکستان اولس مشر ډاکټر عارف علوي د نګران حکومت جوړولو لپاره خط لیږلې دې.
صدر عمران خان او شهباز شريف ته خط ليکلي دي چې پکښې وئيلي شوي دي چې که د اسمبلۍ ماتولو نه درې ورځو کښې په يو نوم باندې اتفاق نه شو نو دا دواړه شخصيتونو به دوه نومونه کميټې ته استوي۔
د صدر په خط کې وئيل شوي چې که وزيراعظم او د اپوزيشن ليډر د نګران وزيراعظم دپاره په يو نوم اتفاق ونه کړي نو د قامي اسمبلۍ سپيکر به اته کسيزه کميټۍ جوړوي چې پکې به د حکومت او قامي اسمبلۍ دواړه غړي شامل وي .
ياده دې وي چې ولسمشر د لومړي وزير عمران خان په وړانديز تېره ورځ قومي اسمبلۍ منحل کړه او لومړي وزير ته يې د خپل کار د دوام لارښوونه وکړه.
دا لاندینې هغه خط دې چې صدر پاکستان عمران خان او شهباز شریف ته استولې دې.







